د ترکیې ولسمشر د بشار اسد د مخالفینو د پرمختګ په اړه ویلي چې هیله مند دی دا پرمختګ بغیر له کوم خنډ ادامه وکړي.
رجب طیب اردوغان د بشار اسد د مخالفینو په اړه څرګنده کړې چې هغوی غواړي تر دمشق ځان ورسوي او په خبره یې هیله مند دی، دا کار به بغیر له کوم خنډ ترسره کړي.
هغه د دمشق او انقرې تر منځ د اړیکو په اړه ویلي چې هیڅکله یې له بشار اسد څخه د اړیکو د پراختیا په اړه کوم ځواب نه دی تر لاسه کړی.
اردوغان د سوریې د داخلي جنګونو له پېل راهیسې د بشار اسد له مخالفینو ملاتړ کاوه، خو وروستیو میاشتو کې یې د روسیې په منځګړيتوب د اړیکو د پراخېدو هڅه کوله.