د ناروې د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته د سرپرست حکومت غبرګون

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته د سرپرست حکومت غبرګون


  • 1 مياشت دمخه (07/12/2024)
  • سمسور نیوز
  • 67

بهرنیو چارو وزارت له سرپرست حکومت سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د کمولو په اړه د ناروې د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونو ته په غبرګون کې هیله څرګنده کړې چې دا ډول پرېکړې باید د هېوادونو په کورنیو چارو پورې ونه تړل شي. 

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر یسپن بارټ په افغانستان کې د نجونو پر مخ د طبي انسټېټيوټونو دروازو تړلو په غبرګون کې ویلي چې هېواد یې له سرپرست حکومت سره خپلې دیپلوماټيکې اړیکې محدودوي او په اوسلو کې به د سرپرست حکومت استازی ونه‌مني.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه اعلامیه کې ويلي چې ډيپلوماټيکه ښکېلتيا هغه وخت اغېزمنه وي چې د لوريو ترمنځ متقابل تفاهم او احترام ته وده ورکړي.  

هغه تینګار کړی چې قونسلي خدماتو ته لاسرسی د هر وګړي بنسټيز حق دی او سرپرست حکومت ټول لوري هڅوي چې دې اصل ته د نړيوالو همکاريو په روحیه لومړيتوب ورکړي.