د حماس او اسراییلو ترمنځ د خبرو بیا پیلېدل

د حماس او اسراییلو ترمنځ د خبرو بیا پیلېدل


  • 1 مياشت دمخه (07/12/2024)
  • سمسور نیوز
  • 49

په مصر کې د حماس او اسراییلو ترمنځ په غزه کې د اوربند او د بندیانو د خوشې کولو په اړه خبرې بیا پیل شوې دي.

واشنګټن پوسټ راپور ورکړی چې د حماس، اسرائیلو، مصر او قطر استازي د اوربند هوکړې ته د رسېدو لپاره جدي هڅې کوي.

په همدې حال کې د حماس یوه جګپوړي غړي باسم نعیم هم تائید کړې چې په وروستیو ورځو کې په غزه کې د اوربند د رامنځ ته کولو هڅې زیاتې شوې دي.

په دې وروستیو کې قطري چارواکو هم ویلي چې د امریکا منتخب جهور رئیس ډونالډ ټرمپ غواړي چې په جنورۍ کې له لوړې مخکې په غزه کې د اوربند په اړه هوکړه وشي. 

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال له اکتوبر میاشتې راهیسې پر غزې د اسرائیلو بریدونه دوام لري.

د فلسطین د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه په دغو بریدونو کې څه د پاسه ۴۴زره ۶۰۰ فلسطینیان شهیدان شوي دي.