د اروزګان امنیتي چارواکو خبر ورکړی، چې د یاد ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان وژل شوي او نهه تنه نور ژوبل شوي دي.
د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند بلال اروزګاني سمسور نیوز ته ویلي، چې دا پېښه نن سهار شاوخوا اووه بجې له سړک څخه د یوه بار وړونکي موټر د اوښتلو له امله رامنځته شوې ده.
د بلال په وینا، ژوبل شوي کسان د درملنې په موخه یوه روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي او د هغوی روغتیايي حالت يې د ډاډ وړ یاد کړی دی.
که څه هم اروزګاني د دې ترافیکي پېښې د رامنځته کېدو لامل نه دی په ډاګه کړی؛ خو د مسئولینو په وینا دا ډول پېښې زیاتره وختونه د ترافیکي قوانینو نه مراعتولو، خرابو سړکونو، تېز تګ راتګ او ځینو نورو عواملو له امله رامنځته کېږي.
دا پداسې حال کې ده، چې تېره جمعه په غزني ولایت کې هم د دوو ترافیکي پېښو له امله یو کس ووژل شو او شپږ تنه نور ژوبل شول.