د سوریې د شخړې لنډه شننه (brief conflict analysis)

د سوریې د شخړې لنډه شننه (brief conflict analysis)


  • 6 ورځي دمخه (08/12/2024)
  • مشتاق رحیم
  • 33

تاریخي شالید: 

شام (چې مرکز یې اوسنۍ سوریه ده) د تاریخي قدامت درلودنکي ملت په توګه د زراعتي تمدن د رامنځ ته کیدو زیږنزي په توګه پیژندل کیږي.  سوریه د لومړۍ نړیوالې جګړې او عثماني ملوکیت د را پرځیدو څخه د سایس-پیکو تړون په اډانه کې عراق، لبنان او فلسطین په څیر د بیل ملت-دولت په توګه رامنځ ته شو. سوریه د انګریز – فرانس تړون له مخې د فرانسې تر اغیز لاندې سیمه وپیژندل شوه. دغه نوي راټوکیدلي هیواد د جوړیدو سره سم د ملت – دولت په چوکاټ کې دغه هیواد ته د اداري جوړښتونو په لړ کې سوریايي پوځ هم را منځ ته شو چې ډیری پکی اوسني علویان چې اطراف میشتي او د بعضو تاریخي‌ شواهدو له مخې نامتمدنه ځنګل میشتي خلک وو وګمارل شول. حتی دا ویل کیږي چې د دوی د شناخت جوړولو لپاره د دوی شیعه، او شیعه کې علوي مذهب لور ته تګ هم یو تصنعي چاره وه او ادعا ده چې شیعه فرقو کې علوي‌هیڅ تاریخي سابقه نلري. دې موضوع باندې ډیر بې پایلې بحثونه هم شته. علوي د سوریې لس سلنه دي.

  

د دویمې نړیوالې جګړې نه وروسته او د سړې جګړې په پیل کې چپي افکارو ته میلان درلودونکې بعث ګوند رامنځ ته شو چې د ثقل مرکز یې سوریه او عراق وو او دې سره سوریه د غربي بلاک نه ورو ورو کمیونستي بلاک خواته لاړه. په ۱۹۷۰ کې د حافظ الاسد د کودتا نه وروسته دغه هیواد کاملاً د کمیونستي بلاک په خوا کې ودرید. دې سره په سوریه کې د یو استبدادي رژیم بنسټ هم کیښودل شو چې تر بشارالاسد یې ادامه پیدا کړه. 

 

سوریې د حافظ الاسد په وجود کې د عربو او اسریلو ترمنځ د دوو جګړو مخکښ پاتې شوی، د فلسطیني ولس د مهاجرت او پنا ور وړلو ادرس وو، او په دوامداره توګه د اسرایلو د موساد د بریدونو ښکار هم. 

 

اوسنۍ شخړه:

غرب سره، او د غرب خواخوږو سره د جنجال پاللو سره سره سوریه د عربي ټولنې فعاله غړی وو. د زدکړو لپاره ورته له ډیرو غریبو هیوادونو لکه سومالیا او یمن خلک راتلل. زراعت او صنعت باندې یې ډیر هیوادونه اباد وو. دیني هماهنګي او متقابل احترام په لوړه کچه وو.‌ اکثره ځایونو کې جوماتونه او کلیسیاوې څنګ په څنګ وې. ۲۰۰۷ کال کې اروپا غوښتل چې یو د ګیس پایپلاین له قطر د سوریې له لارې او بیا تورې بحیره له منځ اروپا ته وغځوي ترڅو د روسیې له ګازو (د روسیې لخوا د اروپا خوږه ګوته) احتیاج نه خلاص شي. روسیه چې د سوریايي نظام ملګرې وه، په لتاکیا کې یې بحري اډه درلوده، سوریې ته یې وویل چې پام اروپا درڅخه دا کار ونکړي. نو د ګیس پایپلاین پروژه پاتې شوه خو د غرب او قطر هلې ځلې روانې پاتې شوې ترڅو چې د عربو پسرلي‌ یو ښه چانس پیدا کړ چې اسد را وپرځوي. بیا نو کیسه ګرمه شوه، بې شمیره ناراضي ډلې را پاڅیدې او د یو او بل نه یې په مرسته جګړه پیل کړه، په دا منځ کې هغه بله انتهايي توندلارې ډله را پورته شوه او ښارونه او ولسونه یې له تیغه تیر کړل. بله خوا د ختیځ شرق کرد میشتو نیمه خپلواکه خپله اداره اعلان کړه، خپل پوځ یې جوړ کړ. امریکا د کردانو ملاتړې وه. 

 

د اسد رژیم وتوانید چې روسیې هوايي ځواک او ایراني ملیشو چې زمونږ ولسونه هم پکې وو  لسګونو افراطي ډلې په شا وتمبوي او پرته له ترکیې سره په پولې پرتې سیمې، ادلیب او دیرهزور ایالتونه او ورسره کرد میشته نیمه خپلواکو سیمو ټول ځایونو بیرته خپل واک لاندې کړي. ترکیې مخالفې ډلې د سوریې سره په پوله پاللې او وخت ناوخت یې ورسره مرسته کوله چې فعاله پاتې شي ترڅو چې د نن ورځ ته چمتو والی شته وي. 

 

ترکیه د سوریې په قضیه کې د سیمې د پاکستان رول لوبوي. درې اساسي موخې لري‌، کردان باید وځپي، سوریه کې د خپلې خوښې واکمنې ډلې په واکمنیدو د سوریې له لارې عراق او ورڅخه هخوا هیوادونو سره د وچې له لارې وصل شي او د دواړو هیوادونو ترمنځ د عثماني سلطنت د ویش نه وروسته پاتې د هاتای (پښتونستان/کشمیر ته ورته شخړه) سیمې په اړه شخړې نه ځان خلاص کړي. 

 

د روسیې ګټې مې درته تشریح کړې، ایران په سیمه کې خپل شیعيي اغیز پالي. خو دواړه هیوادونه په داسې لانجه کې راګیر دي چې دا وار د اسد ملاتړ نه شي‌ کولی.

د اسد کورنۍ واکمني بدترین استبداد وو. میړه د رژیم له ویرې کور کې د میرمنې په غوږ کې خبره نه شوه کولی. خو ولس تعلیم ته لاسرسی درلود، امن کې وو، او د باوقاره ملت عزت کور دننه خوندي وو. اوسنۍ را روانه ډله د لسګونو نا متجانسه ډلو څخه جوړه ده چې په وار وار یې لکه زمونږ د جهادي ډلو ایتلافونه کړي بیا یې مات کړي او سره یې ښه دیر خوړلي. تحریر الشام پخپله سخته توندلارې ده او یو مهال د نړیوالې توندلارې ډلې برخه وه. د دوی توندلاري، نامتجانس جوړښت، دجګړه مارې ډلې په توګه د حکومتولۍ ته نه چمتووالی، د کردانو سره شونې شخړه او جګړه دا ټول هغه څه دي‌ چې د شام/سوریې ویاړلی،‌لوستی ولس یې خطر سره مخ کړی. د عرب پسرلي نه پس د مهاجرتونو ځپلی ولس یو وار بیا د سخت امتحان او بدمرغۍ سره مخ دی. عزتونه یې د دوبۍ او. اروپا په بازارونو کې نیلام شول، کاش بیا پرې تکرار نه شي.  

 

ممکن ظالم استبداد له منځه لاړ شي، خو آیا دا به بدتره بدمرغي زیږوي که د خیر خواته تګ ته لار پرانیزي؟ وخت به یې ثابته کړي! اما د افغانستان تجربه که وګورو، زما دغه میلمه پاله او متمدنه ملت ته ډیر زړه خفه دی.  

   

ورپورې تړلې کیسې نورې هم شته خو خبره بیا نوره هم اوږدیږي.‌

 

ما موضوعات له حافظې لیکلي، نو تاریخونو کې شاید لاندی باندی وي. خو دغه لیکنه کې زما د سوریايي‌ ټولنه نه شخصي‌مشاهده هم شامله ده.

 

د بشار الاسد په ماتې زمونږ اخوانیان ولې پورته پورته ولیږي، هغه به بل وخت درته ولیکم.

 

انځور د حلب د تاریخي‌کلا دی.