د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا په خاوره کې پیدا شویو کسانو ته د تابعیت د ورکړې قانون ختموي.
ډونالډ ټرمپ له اېن بي سي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې د لوړې له مراسمو یوه ورځ وروسته به دغه قانون لغوه اعلان کړي.
د ټرمپ په وینا که چېرې د اجرایي امر په وسیله د یاد قانون په لغوه کولو وتوانېږي نو دا قانون به لرې کړي.
یاد قانون چې په ۱۸۶۷ کال کې تصویب شوی، پر اساس یې هغه کسان چې د امریکا په خاوره کې پیدا شوي وي، د امریکا د هماغه ایالت تابعیت ورکول کېږي.