د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې ولاديمير زيلينسکي روسیې سره سولې ته تیار دی.
ټرمپ چې پاریس ته د یوې کلېسا د پرانيستې لپاره تللی وو؛ له زيلینسکي سره د لېدنې په اړه یې واشنګټن پوسټ ته ویلي، چې زيلينسکي اوربند غواړي او د سولې غوښتونکی دی.
ټرمپ زیاته کړې، چې ولاديمیر پوتین هم باید درک کړي چې نور د سولې وخت دی او تر هغې چې د سولې له لارې دغه جګړې ته حل لار ونه لټول شي، هیڅکله به دا جګړه ونه درېږي.