اروپايي ټولنه له افغانستان سره ۴۵ میلیونه یورو مرسته کوي

اروپايي ټولنه له افغانستان سره ۴۵ میلیونه یورو مرسته کوي


  • 1 مياشت دمخه (11/12/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 69

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولس د رئیس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لېدنه کې ویلي، چې له افغانستان سره ۴۵ میلیونه یورو مرسته کوي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې د نیکولسن په حواله ویلي، چې دا مرسته به په نږدې راتلونکي کې له افغان کروندګرو سره د نشه يي توکو د بدیل په برخه کي وکړي.

د دغې مرستې خبر داسې مهال نشرېږي، چې تر دې وړاندې د جاپان سفیر تاکایوشي کروما هم د اقتصاد وزارت له سرپرست قاري دین محمد حنیف سره په لېدنه کې ویلي ؤ، چې د نشه يي توکو د بدیل په خاطر له افغانستان سره ۱۰ میلیونه ډالره مرسته کوي.