مسکو طالبان له تور نوملړ څخه لېري کوي

مسکو طالبان له تور نوملړ څخه لېري کوي


  • 1 مياشت دمخه (11/12/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 60

نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، چې د روسیې پارلمان له تور نوملړ څخه د طالبانو د نوم ایستلو ملاتړ کړی دی. 

رویټرز تېره ورځ په یوه راپور کې لیکلي، چې د مسکو پارلمان په یوه غونډه کې له تور نوملړ د طالبانو د نوم ایستلو لایحه تصویب کړې ده. 

ویل کېږي، چې وروسته به د یادې پروسې نور پړاوونه هم مخ ته ولاړ سي. 

که څه هم طالبان تر اوسه کوم هیواد په رسمیت نه دي پېژندلي؛ خو روسیه هغه هېواد دی، چې له طالبانو سره یې اړیکې ښې دي. 

دا خبر داسې مهال ورکول شوی، چې تر دې وړاندې قرغزستان او قزاقستان هېوادونو هم د طالبانو نوم له تور نوملړ څخه لېري کړ.