اروپايي ټولنې او په کابل کې د سعودي عربستان سفارت د کډوااو چارو د سرپرست وزیر خلیل رحمان حقاني وژل کېدل غندلي.
یادې ټولنې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دوی د تاوتریخوالي ټول اعمال په کلکه غندي
په ورته وخت کې په کابل کې د سعودي عربستان سفارت هم دغه پېښه غندلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.
بل لورته تحریک طالبان پاکستان، د پاکستان حکومت، په کور دننه ګڼ شمېر پخوانیو چارواکو او بنسټونو دا پېښه غندلې ده.
د یادونې ده چېوداعش ډلې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى.