افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي (اماني) صندوق وایي، سوېډن د افغانستان د خلکو لپاره ۹ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
دغه صندوق د سوېډن د نړیوالې پراختیايي همکارۍ له ادارې په مننې سره ویلي چې دا مرسته به له افغانانو سره د شته ننګونو د حل په لاره کې ولګول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې بلغاریا هم د لومړي ځل لپاره د افغانستان بشري مرستو له صندوق سره ۳۰ زره یورو مرسته کړې وه.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د معلوماتو له مخې، ناروې هم په وروستیو ورځو کې له دې صندوق سره ۸۹۶ زره ډالره مرسته کړې ده.