د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوه پرېکړهلیک په تصویب سره پر اسلامي امارت د بندیزونو د څار کمېټې ماموریت د ۱۴ نورو میاشتو لپاره وغځاوه.
دغه پرېکړهلیک د جمعې په ورځ (د لېندۍ ٢٣مه) د دغې شورا د پنځلسو غړیو په رايو سره تصويب شو.
دا کمېټه په اسلامي امارت لګېدلي بندیزونه څاري، چې پهکې د اسلامي امارت او اړوندو اشخاصو د شتمنیو کنګل کول، سفري بندیزونه او د وسلو بندیزونه شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په وار وار ویلي چې بندیزونه لګول د حل لاره نه ده او نړۍ باید له اسلامي امارت سره تعامل وکړي.