کله کله چې ژړا درپسې وکړم


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • بختیارځدراڼ
  • 1603

په شعر اونثر کې خپلې ټولنې اونړېوالو ته دیو شاعر اولیکوال په صفت ځان ورپېژندل اسان کار نه دی ،خوهغه څه چې خپلې ټولنې او نړېوالې جامعې ته شاعر اولیکوال ورپېژني دشاعر په لیکنواوشعرونو کې باید یو ډول داسې ځانګړنې نوي مفاهیم او انځورونه وي چې لوستوال له یوې نوي مشاهدې اولیدلوري سره مخامخ کړي اوپه ضمن کې همداځانګړنې لیکوال اوشاعر ته یوځانګړی مقام ، هویت او لقب ور په برخه کوي چې نه یواځې دشاعراولیکوال د شهرت اوځانګړي سبک سبب کیږي بلکې دهغه دخاورې او وطن دشهرت سبب هم  ګرځي ،په داسې صورت کې چې اوس په نړۍ کې ډېر ستر علمي اوفکري تحول راغلی خوله بدمرغه چې کله زمونږ لیکوالان دناوسۍ خبره په خپلو شعرونواولیکنو کې کوي زړه مې ډېر دردکوي داسې راته ښکاري چې زمونږ دټولنې فکري ځواک خدای مه کړه بیخي ناوسه دی چې بې له اوښکو سلګیو اوناامیدۍ علاوه بل هېڅ نه لري چې زمونږ دټولنې دزخمونوپه طبابت کې کاري ونډه او رول  ولري خوله بلې خوا چې ګورو له پېړۍ پېړۍ نه له ناخوالو اومشکلاتو سره مخ یو زمونږ مشران دومره ناوسه دي ،چې بې له اوښکو نورڅه نه دي ورپاتې په دې درد ټول پوهېږو دا درد مونږ درک کووخوډېره دافسوس خبره ده چې تر اوسه مو دحل لار ورته ونه مونده اواینده یې هم فکر کوم چې ونه مومو،په داسې صورت کې چې کړاؤنه اودردونه لاسوا کیدونکي دي ،هغه لفظونه چې د درد اظهارپرې کیږي بیخي ډېر سولیدلي دي اوچې له چایې سړی اوري فکر کوي چې زاړې خبرې دي اوبایددا فکري زخم چې ناسورشوی  تداوي شي اودتداوۍ لارې چارې یې ولټولې شي اوادب پیاوړتیا اوغناءهم په دې کې نغښتي ده ،له دغه (راوني )حالاتوسره دانه چې یواځې زمونږ ټولنه مخ ده په عربي ادبیاتوکې هم ناقدین او کره کتونکي له تکرارنه ستړي دي اولیکوالانو ته دنویو فکرونودخوځښت اوتحریک کولوتوسیه کوي په هرحال هسې نه ستاسو وخت ضایع کړم راځم دمحترام سبیل روښان غزل ته چې ډېرڅه مې پکې نوي ومونده او زما دپورتنیوخبرواولیکنې له پاره یې توري او لفظونه راکړه ښاغلی روښان په لومړي بیت کې  وایي :
زړه مې سپک شي کله کله چې ژړا درپسې وکړم
لپه ډکه کړم داوښکوچې دعادرپسې وکړم
که څه هم شعر کوم ځانګړی اومطلق تعریف نه لري اوزما په نظر همدا دشعر اعجاز دی اوهم یې  په همدې کې بډاینه اوخوندیتوب دی مګرغزل چې دشعریو ډېرپیاوړی ،نازک اود موضوعاتوله نګاه نه هر اړخیز صنف یاژانردی پوهان یې په اړه په دې نظردي چې له ښځوسره د ډېرو خوږو اوذوقي خبروکړنې ته غزل  وایي ددې خبرې سپیناوي ته ځکه اړ شوم چې په پورتني بیت کې شاعر ایاپه چا پسې ژاړي؟ ایادا کومه رنګینه ورکه ده خدای مه کړه چې شاعر یې دې ته اړیستلی چې وژاړي ،خو په هر صورت شاعر دمحبوب لري والي اوبېلتون دې ته اړېستلی چې دویصال له پاره یې له اوښکې لپې ډکې شي په پورتني بیت کې د(کله کله) ترشاه ډېردردونکی اوخسته حالات قرار لري چې شاعر یې دخپل محبوب دډاډګیرنې اوهم  دغم په مقابل کې دخپل هوډټینګ والی اوزغم په خاطر یې جبراًکاروي اوله  ( کله کله)  چې د(همیشه همیشه) تضادکلمه ده مونږ ترې دهمیشه مانااخذکولای شوهمدې ته دشاعر هنر ویلای شو.
په دویم بیت کې وایي :
ای دستړي خیال تصویره څه په ګرانه دې راخلم
په تیاره کې درانیسم چې رڼا درپسې وکړم
په دې بیت کې، دپورتني بیت غوندې د(رڼاکول) یوډېر په زړه پورې فکري الوت دی چې ددې بیت ټول توري په ځان پسې راکاږي اوانسان ترې بالاکیف ااخلي اودا واقعي خبره ده چې زمونږ شپې تیاره دي دنړېوالو غوندې مو شپې قندیلونه نه لري اوترڅنګ مو دذهنونوروښانتیا هم رڼا اوعلم ته اړتیالري ،شاعرله خپل ستونزمن ژوندنه چې په ذهني ډول دانتشاراوستړیااحساسوي ګیلمن دی او داسې فکرکوي چې دیوڅه اسانتیاوو لاس ته راوړنې په خاطرخپل خوږ ژوندله لاسه ورکوي  . اوژوندیې په دردونواوناخوالوکې تېرېږي
په دریم بیت کې وایي:
اوښکې خورم چې څوک خبر نه کړي د زړه شونډې لندې کړم
پـــــــــه ظاهره ځکــــــــــــه داسې مخ رویا درپسې وکــــــــــــــــړم
دزړه شونډې راته بیخي نوی ترکیب وبریښده اواکثره وخت له داسې حالاتوسره انسان مخ کیږي چې خپلې اوښکې وخوري اواوښکې تر ډېره دګرانښت رازڅرګندوي ځکه انسان په هغه وخت کې اوښکې تویوي چې یا ډېرقیمتي اوګران شی له لاسه ورکړي اویاهم په بریا کې ځان ومومي په داسې صورت کې یې اوښکې هغه حالات ظاهره وي چې ورسره مخ وي
په څلورم بیت کې روښان صیب وایي :
  د ارمـــــــــــــان د خیـــــــــــــال وزرې مې دستا قــــــــدم ته ایښي
دغه هم ستـــــــــــــــا برکت دی چی هـــــــــــــــــــــوا درپسې وکړم
ډېرپه زړه پورې بیت دی په دې کې شک نشته چې مرام اوامید دچا مل وي ارومرو لاس ته راوړنې لري یوټپه راپه زړه شوه څومره ښه یې ویلي ////: توره به هغه سړی وکړي : : چې یامئین وي یا یې پېغله ناسته وینه ////
په پنځم بیت کې وایي :
  دسپوږمۍ غـــــــــوندې مې مـخ ته لږ په ځیر،ځیرگوره ګرانې
زه هم ستـــــــــــــوری په تا یاد یم چې ځـــــــــــــــلا درپسې وکړم
په پورتني بیت کې دمحبوب سره دمئین تړاؤ په ډېر هنري ډول بیان شوی که چیرې تاسو اسمان ته وګورئ چې سپوږمۍ پناه شي او په رښتیاهم ستوري ډېر سپین ځلیږي اورڼا یې  یوپه دوه زیاته شي پورتنۍ بیان شوې شېبې روښان صیب په ډېر هنري ډول انځورکړي اومحبوب ته التجاکوي چې ورو ګوري ترڅولا ښه وځلیږي .دادشاعرد پیاوړي مشاهدې  یوه ښه بېلګه ګڼلی شو.
دغزلې په  مقطع کې روښان صیب وایي :
 بیا هم کمه ده روښــــــــــــــــــانه چې د وینو څاڅــــــــــکي نه وي
 که هر څــــــــــــــو د سپینـــــــــــــو اوښکو بدراگا درپسې وکړم
زمونږپه ټولنه کې دروښان غوندې په زرګونوزلمي له پورتني حالات سره مخ دي او په ډېر سخت مشکل کې ژوندکوي  له لوی څښتن نه غوښتنه کوم چې زمونږ په ستړي اوغمجن حال رحم وکړي چې ددنیا دنورو قومونواواولسونوغوندې ارامه ژوند ولرو .خدای ج دې دروښان صیب قلم ښیرازه لري