تېره میاشت پاکستان کې د ۱زرو ۲۰۰ افغان کډوالو نیول کېدل

تېره میاشت پاکستان کې د ۱زرو ۲۰۰ افغان کډوالو نیول کېدل


  • 1 مياشت دمخه (14/12/2024)
  • سمسور نیوز
  • 47

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، د روان کال په نومبر میاشت کې په پاکستان کې د پولیسو له خوا شاوخوا ۱۲۰۰ افغانان نیول شوي دي.

د دغه سازمان د راپور له مخې، دا په روان کال کې د یوې میاشتې په ترڅ کې د نیول شویو افغان کډوالو تر ټولو لوړه شمېر ده. 

په راپور کې راغلي چې په روان کال کې د پاکستاني پولیسو له خوا ۸زره ۵۰۰ افغان کډوال نیول شوي دي.

د يادونې وړ ده چې شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې په اسلام اباد کې د افغان کډوالو اتشې مسوولینو ويلي وو چې د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان د پلويانو د روانې مياشتې له لاريونونو وروسته، شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال په اسلام اباد کې نيول شوي دي.