د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي اماني صندوق خبر ورکړی، چې سویډن له افغانستان سره نهه میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
یاد صندوق پرون شپه پر خپله ایکس پاڼه د مننې په ویلو سره لیکلي، چې دا مرسته د یاد هېواد د نړیوالي پراختیايي ادارې (Sida) له لورې په ستونزمنو حالاتو کې د افغانانو د ملاتړ په موخه شوې ده.
یاد هېواد له ۲۰۲۴ زېږدیز کال راهیسې له افغانستان سره ۱۰۰،۸ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.