افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې ۴۳ تنه په سوري زړه ناروغۍ اخته ماشومان یې د درملنې په موخه یو شمېر کورنیو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
یادې ټولنې پرون شپه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه ماشومان یې په پلازمېنه کابل کې شپږو کورنیو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد شمېر ماشومانو د درملنې او عملیاتونه لګښت هم دوی ورکوي.
دا ماشومان داسې مهال د درملنې مرکزونو ته ورپېژندل شوي، چې د تېري لیندۍ میاشتې په پای کې هم یادې ټولنې ۱۶ تنه په دغه ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې په موخه یو شمېر کورنیو روغتونونو ته وروپېژندل.