د کډوالو چارو وزارت وايي، تېره ورځ د پاکستان له زندانونو څخه ۴۴ تنه افغانان آزاد شوي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا کسان له آزادېدو وروسته د کندهار ولایت پر سپین بولدک او د ننګرهار ولایت پر تورخم بندر هېواد ته راستانه شوي او د مرستندویو سازمانونو له لورې بشري مرستې هم ورسره شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان په یاد هېواد کې د اوسېدو د اسنادو نه لرلو له امله نیول شوي وو او له دوو میاشتو څخه تر یوه کال پورې په زندان کې وو.
دا خبر داسې مهال ورکول شوی، چې تېره یک شنبه هم د پاکستان له زندانونو څخه ۵۳ تنه افغانان آزاد او هېواد ته راستانه شول.