کندهار کې ۳۷ کیلومتره سړک ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

کندهار کې ۳۷ کیلومتره سړک ګټې اخېستنې ته وسپارل شو


  • 1 اونۍ دمخه (30/12/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 25

د کندهار د ټولګټو چارو ریاست خبر ورکړی، چې په کندهار کې یې د کابل- کندهار لویي لارې ۳۷ کیلومتره سړک تر جوړولو وروسته ګټې اخېستنې ته سپارلی دی. 

یاد ریاست په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه اندازه سړک د کندهار ولایت له دامان والسوالۍ څخه پیل بیا د زابل ولایت تر شهرصفا ولسوالۍ پورې رسېږي او پر جوړولو یې ۵۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی. 

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه سړک په شاوخوا یو نیم کال کې رغول شوی او د جوړولو پر مهال یې سلګونه کسان هم په کارونو پکښې بوخت وو. 

د دغه سړک ګټې اخېستنې ته د سپارل کېدو پر مهال د همدې ریاست چارواکو ویلي، چې دا مهال په کندهار کې د ۱۴ لویو او وړو پروژو کارونه روان دي او تر ټولو مهمه پروژه یې د کندهار- دهراود لویه لاره ده، چې ۲۰۹ کیلومتره اوږدوالی لري او ۱۲۰ میلیونه ډالره ورته ځانګړي شوي دي.