د پښتو په معاصره شاعرۍ کې تر ټولو خوږه او د ټولنې د هرې طبقې پر ذوق برابره شاعري.
درویش درانی که چا لږ ډیر هم لوستی وي حتما به د درویش د شاعرۍ له عظمته انکار ونه شې کړی، اود درویش پر زړه وړونکي شاعرۍ به یې زړه بایللی وي .ځکه د درویش
الفاظ روان او ساده دي هر عام سړی پري پوهیدای شي، مګر د دغه ساده ولسي لفظونو شاته دومره ژور مفاهیم، او نوي افکار راوړل شوي چې سړی د شاعر کمال ته ګوته په غاښ شي. ځینې شاعران داسې فکرکوي که چیري په ټولنه کې د ښه شاعر مقام وګټي، نو په شعر کې باید پیچلي، نامروج لغات وکاروي چې عام خلګ پري ونه پوهیږي. یا هم په شعر کې ابهام را منځته کړي تر څو خلګو ته یې افهام ګران تمام شي، یاپه شعر کې د تخییل برخې ته ډیره وده ورکړي او نور اړخونه ترینه خوارشي. نو په دې اساس هغه متوسط شاعري هم ونه شي کړای. خو درویش دشعر د ښه والي د ټولو ابعادو تعادل ته پام کړی، هره کلمه او ترکیب یې په خورا دقت او غور سره یوځای کړي. که د درویش شاعري لولو نو د داسې سختو کلماتو له داسې غوټې سره به مخ نه شو چې زموږ د پوهاوي خنډ وګرځي ، چې دا هنر هم درویش یو له خاصو ځانګړتیاوو څه دی، خو دا په دې معنا نه دی چې د درویش مضمون او فکر به هم عام او ساده وي د درویش دشعر مضمون او محتوا بیا ډیره ګرانه، نوې او زیاته جالبه هم وي،
د هر بیت دساده لفظونو په لباس کې یې د یو راڼه او خاص فکر غمي پټ وي. او د دې ترڅنګ درويش د عاطفې دومره لوی او عظیم شاعر دی چې پښتو ژبه کې به یې بل ساری نه وي زه یې ځینې هغه مثالونه را وړم، چې د یوه بیت په کوزه کې یې دعواطفو سیندونه دخپل هنر په جادو ایسار کړي.
په اوښکو مینځم زه درویش دا خپل خنجر له وینو
د خپل دښمن پر حال ژړا راغله وماته خدایه.
کله چې څوک د خپل دښمن څه انتقام واخلي نو خوشالي کوي او خپل بری لمانځي، او د دښمن حال ته نه ګوري. مګر دلته داسې عاطفي حالت ترسیم سوی چې دښمن څه د غچ اخستلو ورسته دخپل بري د لمانځلو په ځای د دښمن په حال ژاړي، او داسې ژاړي چې ان خپل په وینو سور خنجر هم په خپلو اوښکو مینځي.
ښې لاس مې پروت وو سینې پر ژور زخم باندي
له مجبورۍ مې کیڼ لاس پورته کړ دعاته خدایه.
دلته د بې وسۍ داسې انځور ترسیم سوی چې یو څوک پر سینه ژور زخم لري ،او ښې لاس یې دسینې پر ژور زخم ایښی دی، ده ته له دعا پرته بله اسره نه شته، نو موږ دعاته راسته لاس پورته کوو، مګر دی له مجبورۍ چپ لاس جګوي و دعاته.
ځینې بیتونه بغیر له تشریح ځکه شریکوم چې لیکنه اوږده نشي.
چې زه وم ونه دوی لمبې د اور را وبللې
چې زه ایره شوم دوی خبر ورکړ هواته خدایه
زړه مې درد کوي له زړه ورپسې ژاړم
دښمنان هم چې وي مړه ورپسې ژاړم
بیلتانه یم داسي حال ته رسولی
یار دبل درومي او زه ورپسې ژاړم.
په خپلو اوښکو بیرته و وینځو رانجه دسترګو
زموږ په هره ښادۍ غم ولي پسې کړې خدایه.
ځینې هغه بیتونه چې نوي انګیزه شي افکار شاعرانه شوي.
دوطن کاڼي یې تړلي دي په مځکه پوري
دی په ارامه د هندارو په محل کې ناست دی.
چې یې له موږه سترګي واخستې په نیمه بیه
بیایې خبر کړو چې دښکلو دیدن عام دی دلته
په دې نور پسې سپیڅلو خلګو مه ځی
یوځای شوي دي بلا او څراغونه.
دشیش محل خلاف یې اخلی، لږ په پام ملګرو
باچا د هرکاڼي بغل ته دی لړم ساتلی.
پرځای د دې چې چرته خپله خزانه پټه کړي
هره بینا سترګه د ښار هغه شتمن ګنډله
تاسي د سرګلو روزنه هغه چاته سپاری
چې سلسله یې د نسب سپیره خزان ته رسي
له ښاره د هندارو سوداګر باسي په زوره
خپل شکل ویرولي دي بلا غوندي څه خلګ.
ځینې هغه بیتونه چې ډیر نوي تشبیهات پکي راوړل شوي
دیار پر زړه باندي به ستا اوښکې اثر ونکړي
پر دې غوړ لوښي به ترڅو سړی اوبه تیروي.
مثلا د یار زړه د غوړ لوښې سره تشبیه کول چې پر غوړ لوښي هم اوبه اثر نکوي او دیار پر زړه هم دخپل مین اوښکې اثر نکوي بیخي نوي او مناسبه تشبیه ده.
که یې له مخه یو طرف ته شوې نو هیر به دي کړي
زما جانان له که هنداره حافظه نه لري.
یا د جانان تشبیه له هندارې سره، چې څنګه هندارې نه لرې شې نو بیا دې تصویر ورک کړي همداسې چې محبوب او جانان ګوښه شې بیا یې هیر شې.
الوزي لور په لور زخمونه، او درویش وایي دا
خدایه له دې وطنه ته دا سره مرغان وباسې.
همداسې زخمونه له سرو مرغانو تشبیه کول بیا د یو درویش دعا له خپل ربه څه چې دا د شر سره مرغان(زخمونه) زما له وطنه وباسه، بیخي له تناسباتو ډکه تشبیه او تصویر ترسیم سوی دی.
پورتنیو بیتونو کې تشبیهات بیخي نوي دي
ځینې هغه بیتونه چې د پښتنون قوم او کلتور پیژندنه پکي شوې.
سر چې کوټې نو هم دستار ته تاوان مه رسوه
واوره! دخپل دښمن وقار ته تاوان مه رسوه.
پښتانه چې د دښمن سر کوټي هم نو د عزت خیال یې ساتي ځکه چې دستار په پښتو کې دعزت سیمبول دی نو دستار ته یې ضرر نه رسوي.
توره دې کښیښوه پر مځکه دښمن له مخه
دپلار شمله دي کړله سپکه دښمن له مخه
توره د دښمن مخ ته ایښودل، یعني تسلیمېدل، په پښتنو کې د پلار ده شملې سپکیدل دي، چې که پښتانه په جګړه اخته شې که بل هدف ونلري یواځې له دې وېرې هم توره پر مځکه نه ایږدي چې دپلار شملې ته به نقصان ورسوي.
دلمر وجود زغملی نه شي، د لمر نور نه مني
جانان مې خوی دپښتانه لري تربور نه مني
دلته د پښتانه او د جانان د تشبیه ترڅنګ، دپښتانه یوبل ذاتي خاصیت هم څرګند شوی چې پښتون خپل سیال او تربور نه مني، درویش وایې چې زما جانان هم خپل سیال نه مني او دلمر دنوره منکر دی.
البته یوه یادونه کوم چې زه د دغو بیتونو مکمله تجزیه اوتشریح نه کوم او نه هم زما د وس کار دی، بلکې هغه اړخ یې تشریح کوم چې زما مقصود دی.
وړیا به یې هم در کړي که یې زړه وي ستا پکار
خو سر په هر حالت کې دی په پور دپښتانه.
دلته هم دپښتانه د هغه خاصیت ذکر شوی چې که له پښتون هرڅه واخلې وړیا به یې درکړي، مګر دپښتانه سر په هر حالت کې په پور دی چې بیرته به یې بدل اخلي.
دستي د پښتانه په وجود ولګوي غاښ
چې هر یخزڼی مار تود شي په اور دپښتانه
دلته دپښتانه د خوش باورۍ خبره شوې چې پښتانه يخزڼی مار (ځپل شوی دښمن) هم پر خپل نغري ګرموي او ځای ورکوي, خو د پښتنو د دښمنانو دا ناځوانمردي هم یاده سوې لکه مار چې په کوم نغري ګرم شي بیرته د نغري پر خاوند حمله وکړي.
ځینې نور عالي مضمون لرونکي بیتونه
کاوه د شپې په ضد زموږ امداد هغه څراغ
په دا څاپیړي وخوړې د باد هغه څراغ
ایرې ایرې وجود به زه څنګه در ورسوم
جوړه تر تاپوري پر باد باندي بالا لاره ده
تیروتم په ځان باندي په دې ښیښه خانه کې زه
وم په رښتیا یو، خو ما ګمان کاوه چې ډیر شومه.
شپه تیرول هم اسان کار نه و په نړاند جهان کي
له دغه ځایه به لمر هم تر مازدیګره و ووت
اورم رقیب موندلی ځای دی ستا په زړه کې اشنا
دا چې دي سترګو ته ډیر ګورم ورته لار ګورمه
درویشه وخت به دي له دغه کوره هم وباسي
که د تور رنګ شکل اختیار کړې په وېښته اوسې.
پای.
لیکنه لږ څه اوږده ده که چرته املایي تېروتنه شوې وي بخښنه غواړم.