سره میاشت د ۴۰ تنو زړه سوري ماشومانو درملنه کوي

سره میاشت د ۴۰ تنو زړه سوري ماشومانو درملنه کوي


  • 5 ورځي دمخه (01/01/2025)
  • شریف الله وليزاد
  • 28

افغاني سرې میاشتې ټولنې خبر ورکړی، چې ۴۰ تنه پر سوري زړه ناروغۍ اخته ماشومان یې د درملنې په موخه یو شمېر روغتونونو ته ورپېژندلي دي. 

یادې ټولنې نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا ماشومان یې په پلازمېنه کابل کې اوو روغتونونو ته ورپېژندلي دي. 

خبرپاڼه زیاتوي، چې یاده ټولنه د دغو ماشومانو د درملنې لګښت هم پرې کوي. 

دا ماشومان داسې مهال د درملنې مرکزونو ته ورپېژندل شوي، چې تېره اونۍ هم یادې ټولنې په دغه ناروغۍ اخته ۴۳ تنه ماشومان په همدې ولایت کې شپږو روغتونونو ته وروپېژندل.