د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي خبر ورکوي، چې په یاد ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو له امله د دوو ښځو په ګډون درې کسان او شپږ تنه نور ژوبل شوي دي.
د یاد ریاست سرپرست شمس الدین محمدي سمسور نیوز ته ویلي، چې دا ترافیکي پېښې تېره ورځ او نن په پښتونکوټ او جمعه بازار ولسوالیو کې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او سړکونو د خرابوالي له امله رامنځته شوي دي.
په خبرپاڼه کي راغلي، یوه ترافیکي پېښه له سړک څخه یوې کندې ته د یوه مسافر وړونکي فلانکوچ موټر د لوېدلو او بله د یوه کس لخوا په موټر د یوې مېرمنې وهلو په نتېجه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، د موټر چپه کېدو په پېښه کې یوه ښځه او یو نارینه وژل شوي او شپږ تنه نور ژوبل شوي او بله ښځه په موټر وهل شوې او وژل شوې ده.
دا پېښې داسې مهال رامنځته شوي، چې تېره یک شنبه هم په یاد ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.