له پاکستانه ۵۴ تنه افغانان خوشې شوي

له پاکستانه ۵۴ تنه افغانان خوشې شوي


  • 4 ورځي دمخه (02/01/2025)
  • شریف الله وليزاد
  • 23

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان له زندانونو څخه ۵۴ تنه افغانان آزاد او هېواد ته راستانه شوي دي. 

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا کسان تېره ورځ د کندهار ولایت پر سپین بولدک او د ننګرهار ولایت پر تورخم هېواد ته راستانه شوي او تر راستنېدو وروسته د همکارو مؤسسو لخوا مرستې هم ورسره شوې دي.

یاده خبرپاڼه کې راغلي، دغه افغانان په یاد هېواد کې تر اوسېدو د اسنادو نه لرلو امله نیول شوي وو او له دریو څخه تر ۲۰ ورځو پورې په زندان کې وو. 

دا کسان تر هغه وروسته آزاد شوي، چې تېره اونۍ هم د یاد هېواد له زندانونو څخه ۴۴ تنه افغان خوشې او هېواد ته راستانه شول.