تېر کال د ۱۲ میلیارده ډالرو واردات او صادرات شوي

تېر کال د ۱۲ میلیارده ډالرو واردات او صادرات شوي


  • 3 ورځي دمخه (05/01/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 21

د صنعت او سوداکرۍ وزارت چارواکي خبر ورکوي، چې په تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې د ۱۲ میلیارده او ۴۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات او صادرات شوي دي. 

د دغه وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد وايي، په دغه راکړه ورکړه کې ۱،۸ میلیارده ډالره د افغانستان صادرات دي، چې د ۲۰۲۳ زېږدیز کال په پرتله څلور سلنه کموالی او ۱۰،۶۱۹ میلیارده ډالره واردات دي، چې د یاد کال په پرتله ۳۸ سلنه زیاتوالی پکښې راغلی دی. 

د جواد په وینا، په تېر کال کې د افغانستان صادرات پاکستان، ایران، ازبکستان، قزاقستان، هندوستان، چین، ترکیې او متحده عربي اماراتو ته شوي دي. 

که څه هم جواد د افغانستان د صادراتو د کموالي لامل نه دی په ډاګه کړی؛ خو د اقتصادپوهانو په وینا، په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې ستونزې هغه څه دي، چې ښايي د افغانستان د صادراتو پر کموالي یې تاثیر کړی وي.