د پاکستان له زندانونو ۹۱ تنه افغانان خوشې شوي

د پاکستان له زندانونو ۹۱ تنه افغانان خوشې شوي


  • 2 اونۍ دمخه (01/02/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 53

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو څخه د ۹۱ تنو افغانانو د آزادېدو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت نن پر خپله ویب پاڼه لیکلي، چې یاد افغانان له خوشې کېدو وروسته د روانې سلواغې میاشتې پر ۱۱مه او ۱۲مه د ننګرهار پر تورخم او د کندهار پر سپین بولدک سرحدي لارو هېواد ته راستانه او د مرستندویو سازمانونو له لوري مرستې هم ورسره شوې دي. 

د سرچینې په وینا، یاد افغانان په پاکستان کې د اوسېدو د اسنادو نه لرلو له امله نېول شوي وو او تر څه کم یوې میاشتې پورې بندیان وو. 

دغه خبر داسې مهال ورکول شوی، چې تېره اونۍ هم دغه وزارت د پاکستان له زندانونو څخه د اوو تنو افغانانو د خوشي کېدو خبر ورکړی و.