د غزني ولایت امنیه قومنداني خبر ورکوي، چې د یاد ولایت په مقر او قره باغ ولسوالیو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله درې کسان وژل شوي او درې تنه نور ژوبل شوي دي.
یادې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په لومړۍ ترافیکي پېښه کې پرون شپه درې کسان وژل شوي او درې تنه نور ژوبل شوي او په دوهمه ترافیکي پېښه کې هم درې تنه نور ژوبل شوي دي.
په خبرپاڼه کې د پېښو د رامنځ ته کېدو د لاملونو په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو د مسئولینو په وینا، دا ډول ترافیکي پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او ترافیکي قوانینو نه مراعتولو له امله رامنځته کېږي.
دا خبر داسې مهال ورکول شوی، چې تېره پنج شنبه په نورستان ولایت کې هم د یوې ترافیکي پېښې له امله یو ماشوم ووژل شو او اته نور ژوبل شول.