د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د روان ۱۴۰۳ لېږدیز لمریز کال په جریان کې یې د کوچني مقیاس ۲۵ د کان کیندنې پروژې منظور کړي دي.
دغه معاونیت تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه پروژې اووه په ننګرهار، شپږ په کابل، دوې په هرات، دوې په بامیان، دوې په سمنګان او پاتې نوري یې په غور، اروزګان، میدان وردګ، کاپیسا، لغمان او کنړ ولایتونو کې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په یاد شمېر کانونو کې د مرمر، نفرایټ، سرپنټين، چونې، ګچ، ګرانیټ او ټراوټین ډبرو او سرپو او جستو کانونه شامل دي.
دغه خبر داسې مهال رسنیز شوی، چې د روانې اونۍ په پیل کې هم دغه معاونیت خبر ورکړی و، چې په روان لمریز کال کې یې د کان کیندنې د لوی مقیاس ۱۱ پروژې منظوري کړي دي.