د ننګرهار ولایت د امنیې قومندانۍ مسئولینو ویلي، د دغه ولایت په روداتو ولسوالۍ کې یو کس خپله لور وژلې ده.
د یادې قومندانۍ ویاند سید طیب حماد سمسور نیوز ته ویلي، چې دغه نجلۍ د خپل پلار لخوا یوه سپین ږیري ته د نکاح د انکار په غبرګون کې وژل شوې ده.
د حماد په وینا، د یادې نجلۍ پلار له سیمې تښتېدلی؛ خو د نیولو هڅي یې دوام لري.
دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې، چې د روان لمریز کال په لیندۍ میاشت کې هم د دغه ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې یو خاوند خپله مېرمن ووژله او وسوځوله.