د کډوالۍ نړیوال سازمان (I.O.M) خبر ورکړی، چې ایټالیا له افغانستان سره ۳،۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
د دغه سازمان د افغانستان څانګې نن پر خپله ایکس پاڼه دغه خبر ورکړی او په یوه راپور کې یې ویلي، چې په دغه مرسته به له ایران او پاکستان هېوادونو څخه راستنېدونکو کډوالو ته بشري، روغتیايي او د خوندیتوب مرستې برابرې کړي.
په راپور کې راغلي، چې له دغې مرستې څخه به د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال تر پای پورې له ۲۵ زره زیات کسان برخمن شي.
دغه مرسته داسې مهال شوې، چې یاد سازمان په تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې له ایران او پاکستان هېوادونو څخه د ۱،۳ میلیونه افغان کډوالو راستنېدل ثبت کړي، چې له جملې یې ۶۷ سلنه په زوره له دغو هېوداونو څخه اېستل شوي او بشري مرستو ته اړتیا لري.