د جوزجان ولایت امنیه قومنداني خبر ورکوي، چې تېره ورځ د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې یو کس د چړو په ګوزارونو وهل شوی او وژل شوی دی.
د یادې قومندانۍ ویاند عبدالستار حلیمي رسنیو ته ویلي، چې دغه ۲۲ کلن ځوان د شبرغان ښار په دوهمه ناحیه کې د درېیو کسانو ترمنځ په لفظي شخړه کې وژل شوی دی.
حلیمي نور معلومات نه دي ورکړي؛ خو زیاتوي، چې د دغې پېښې په تور درې کسان نیول شوي او لا هم څېړنې روانې دي.
دا په روانه اونۍ کې څلورمه د شخړې پېښه ده، چې رامنځته شوه؛ تر دې وړاندې په میدان وردګ، فراه او ننګرهار ولایتونو کې هم په ورته پېښو کې د درېیو مېرمنو په ګډون شپږ کسان ووژل شول او دوه تنه نور ژوبل شول.