د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې د ملي تدارکانو کمېسیون په روان ۱۴۰۳ لېږدیز لمریز کال د شاوخوا ۷۴ میلیارد افغانیو په لګښت ۲۵۲ پروژې منظور کړي دي.
دغه معاونیت نن پر خپله ایکس پاڼه دغه خبر نشر کړی او په یوه خبرپاڼه کي یې ویلي، چې د یادو پروژو لګښت خپله سرپرست حکومت ورکوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پروژې د زېربنا، پوهنې، صنعت، روغتیا، برېښنا، اوبو مدیریت، مخابراتو او ټرانسپورټ په برخو کې دي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې منظور شوې او زرګونو کسانو د کار زمینه هم پکښې برابره شوې ده.