کندهار کې یو پوروړي ځان وژنه کړې

کندهار کې یو پوروړي ځان وژنه کړې


  • 1 مياشت دمخه (15/03/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 65

سیمه ییز راپورونه وايي، د کندهار ولایت د مرکز کندهار ښار اړوند په لومړۍ ناحیه کې یوه ۴۰ کلن کس ځان زندۍ کړی او وژلی دی. 

هغوی وايي، دغه کس د قرضدارانو له ډېر ورتګ څخه نن په کابل شاه کې پخپل کور کې ځان وژنه کړې ده. 

تر اوسه د کندهار ولایت مسئولینو په دې اړه رسمي نه څه دي ویلي. 

دا پېښه داسې مهال رامنځته سوې، چې شاوخوا ۲۵ وړاندې هم د ذکر شوي ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کې یوه نامزادې نجلۍ ځان وژنه کړه.