د ایران د بشري حقونو سازمان حال وش خبر ورکوي، چې د ایران حکومت درې تنه افغانان په دار کړي دي.
دغه سازمان نن پر خپله ایکس پاڼه دغه خبر ورکړی او لیکلي یې دي، چې دغه افغانان د نشه يي توکو په تور په دار ځړول شوي دي.
یاد سازمان د دغو افغانانو نومونه عبدالباري جهاني، عزت الله عرب او معین عرب یاد کړي، چې د نیمروز ولایت اوسېدونکي وو؛ خو د هغوی د اعدامېدو د ځای په اړه یې څه نه دي ویلي.
دا خبر داسې مهال ورکول شوی، چې تېره اونۍ هم یاد هېواد د شېراز ښار د عادل آباد په مرکزي زندان کې یو افغان په دار کړ.