د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (U.N.D.P) خبر ورکوي، چې په تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې یې په افغانستان کې ۴۵ کانالونه بیارغولي دي.
د نوموړي پروګرام د افغانستان څانګې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دغه کانالونه یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د جاپان په مالي ملاتړ جوړ او ګټي اخستني ته یې سپارلي دي.
د یاد پروګرام په وینا، یاد کانالونه، چې ۱۰۰ کیلو متره اوږدوالی لري، په واسطه یې په بېلابېلو سیمو کې ۳۷ زره کورنیو ته پاکې اوبه برابرې شوې دي.