بغلان کې ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بغلان کې ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې


  • 2 اونۍ دمخه (08/04/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 34

د بغلان ولایت امنیه قومنداني د دغه ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې په نتېجه کې د درېیو کسانو د وژل کېدو او پنځو تنو نورو د ژوبل کېدو خبر ورکوي.

یادې قومندانۍ تېره ورځ ناوخته په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا ترافیکي پېښه په شېخ جلال کوتل سیمه کې د یوې سراچې موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، په وژل شویو کسانو کې یوه ښځه او دوه نارینه او په ژوبلو شویو کسانو کې دوه نارینه او درې ښځې شاملې دي، چې د درملنې په موخه د مرکزي بغلان ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.

دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې، چې درې ورځي وړاندې هم په یاد ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې په نتېجه کې دوه کسان ووژل شول او څلور تنه نور ژوبل شول.