افغاني سره میاشت وايي، ۲۴ تنه پر سوري زړه ناروغۍ اخته ماشومان یې د درملنې په پار یو شمېر کورنیو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
یادې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه ماشومان یې تېره ورځ په پلازمېنه کابل کې شپږو کورنیو روغتونونو ته ورپېژندلي او د درملنې ټول لګښت به یې هم دوی ورکړي.
دا ماشومان داسې مهال د درملنې مرکزونو ته ورپېژندل شوي، چې نږدې یوه میاشت وړاندې هم یادې ټولنې ۲۲ تنه پر دغه ناروغۍ اخته ماشومان په کابل کې پنځو روغتونونو ته وروپېژندل؛ ترڅو درملنه یې وشي.