د افغانستان فوټبال فدراسیون خبر ورکړی، چې سبا به په کابل، بلخ او نیمرزو ولایتونو کې د زونونو په کچه د فوټسال لوبې پیل شي.
یاد فدارسیون پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه لوبې به په مرکزي، شمالي او سوېل لوېدیځ زونونو کې سبا او په پاتې درېیو زونونو کې به وروسته پیل شي.
سرچینې لیکلي، چې له دغو زونونو څخه به اته لوبډلې د زونونو په کچه د فوټسال ترسره کېدونکو غوره سیالیو ته او دوې مخکښې لوبډلې به د ۲۰۲۵ زېږدیز کال د فوټسال لیګ ته لار ومومي.