میدان وردګ کې چاودنې ۵ زده کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې

میدان وردګ کې چاودنې ۵ زده کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې


  • 1 اونۍ دمخه (08/04/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 118

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې ریاست د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې د یوه پخواني ماین په چاودنه کې د یوه ماشوم زده کوونکي د وژل کېدو او څلورو نورو د ژوبل کېدو خبر ورکړی دی. 

د دغه ریاست سرپرست فیض الله جلالي رسنیو ته ویلي، چې چاودنه نن غرمه مهال پر ماشومانو په بیکسمند ذوالقاعده سیمه کې له ښوونځي څخه کور ته د تللو پر مهال د یوه پخواني ماین له امله شوې ده. 

جلالي زیاتوي، چې ژوبل شوي ماشومان د درملنې په موخه د میدان وردګ ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او د هغوی روغتیايي وضعیت یې نازک بللی دی. 

د دغه پخواني ماین چاودنه داسې مهال شوې، چې د تېرې مارچ میاشتې په پیل کې هم په جوزجان ولایت کې د یوه پخواني ماین په چاودنه کې یو کروندګر ووژل شو.