پکتیا په ۲۶ میلیونه افغانۍ یو روغتیايي مرګز ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

پکتیا په ۲۶ میلیونه افغانۍ یو روغتیايي مرګز ګټې اخېستنې ته وسپارل شو


  • 1 اونۍ دمخه (09/04/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 62

د عامې روغتیا وزارت وايي، د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز ښار اړوند په رباط د کډوالو ښارګوټي کې یې یو روغتیایي مرکز ګټې اخېستنې ته سپارلی دی. 

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد روغتیايي مرکز، چې ۳۰ بسترونه لري، تېره ورځ د دغه وزارت د سرپرست مولوي نور جلال جلالي له لورې ګټې اخېستنې ته سپارل شوی دی. 

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه روغتیايي مرکز د کډوالو د لويي کمېشنرۍ (U.N.C.H.R) له لورې په شاوخوا ۲۶ میلیونه افغانۍ جوړ شوی او زرګونو کسانو ته به روغتیايي خدمات وړاندې کوي.