د پوهنې وزارت خبر ورکړی، چې په تېر ۱۳۰۴ لېږدیز لمریز کال کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۹۵۴ بابه ښوونیز مرکزونه بیارغول شوي دي.
دغه وزارت د یاد کال په اړه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دغو ښوونځیو پر بیارغونه ۴۵۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې خپله د همدې وزارت او یو شمېر نورو سازمانونو له لورې ورکول شوی دی.
د معلوماتو پر اساس، د دغو ښوونځيو په ترمیم سره لسګونو زره زده کوونکو ته د زده کړو خوندي چاپېریال برابر شوی دی.
د دغو ښوونځيو د بیارغولو خبر داسې مهال ورکول شوی، چې سرپرست حکومت لا هم د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي لوړ او د پوهنتونونو دروازې تړلې او په بار- بار نړیوالو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د هغوی ښوونځي او پوهنتونونه دې خلاص کړي؛ خو سرپرست ټينګار کوي، چې دا موضوع کورنۍ او د حل لپاره یې وخت ته اړتیا ده.