مولوی کبير: له افغان کډوالو سره روان چلند د اسلامي او نړيوالو اصولو خلاف دی

مولوی کبير: له افغان کډوالو سره روان چلند د اسلامي او نړيوالو اصولو خلاف دی


  • 1 اونۍ دمخه (09/04/2025)
  • سمسور نیوز
  • 85

کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر اېکس پاڼه ليکلي، چې د دغه‌ وزارت سرپرست پېښور کې له افغان قونسل حافظ محب سره ليدلي دي.

خبر پاڼه زياتوي، دواړو لوريو له پاکستانه د افغان کډوالو په جبري اېستلو او پاکستان کې د افغان کډوالو د پانګې په ضائع کېدلو خبرې کړې دي.

ښاغلي محب له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند نامناسب او دردوونکی بللی او ويلي دي چې افغان کډوال يواځې تر پولې پورې په ستونزو کې‌ دي.

په همدې حال کې بیا سرپرست وزير ويلي دي، چې له افغان کډوالو سره د پاکستان له لوري کېدونکی چلند د اسلامي او نړيوالو اصولو خلاف دی.

خبرپاڼه ليکي، افغان حکومت د کډوالو د ستونزو حل ته کافي امکانات لري او ګڼو حکومتي ادارې په کډه د کډوالو چوپړ کوي.

د يادونې وړ ده چې‌ په‌ دغه ناسته کې د افغان کډوالو لپاره د مرستو پر جلبولو هم ټينګار شوی دی.