ماليې وزارت: نيمروز کې د ۵۴ ميليونه افغانيو په‌‌ ارزښت د موټرو تم ځای جوړوو

ماليې وزارت: نيمروز کې د ۵۴ ميليونه افغانيو په‌‌ ارزښت د موټرو تم ځای جوړوو


  • 1 اونۍ دمخه (10/04/2025)
  • 57

 ماليې وزارت په‌ يوه خبر پاڼه کې ويلي دي‌ چې‌ د دغه وزارت له‌ لوري نیمروز کې‌ د بندروالۍ په موخه د ۵۴.۲ ميليونه افغانيو په ارزښت د موټرونو تمځای جوړيږی.

سرچینې ويلي، دغه تمځای په نږدې ۴۷ جريبه ځمکه جوړيږي چې ګڼې اسانتیاوې به رامنځته کړي.

خبر پاڼه زياتوي، د دغه تمځای لګښت د ماليې وزارت له لوري ورکول کيږي او چارې به يې راتلونکو شپږو مياشتو کې بشپړې شي.