ارګ په يوه اعلاميه کې ويلي، نن د کابينې نولسمه غونډه د رئيس الوزرا په مشري ترسره شوه چې پکې د هېواد پر سیاسي، ټولنيزو او فرهنګي موضوعاتو بحث وشو.
سرچینې ويلي، په دغه غونډه کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کميسيون ته دنده سپارل شوې چې کډوالو لپاره ځانګړو شويو ښارګوټو کې مستحقو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پيل کړي، چې کډوال پکې ځانته سرپناه پيدا کړي.
غونډه کې دغه راز پرېکړه شوې چې ايران ته هم يوه د احصايې رياست پر لارښوونه يو پلاوي ولېږل شي ترڅو هلته د مېشت افغان کډوالو ستونزې حل او اسانتياوې ورته برابرې کړي.