بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې د يوناما هغه راپور چې د قصاص د تطبيق په اړه يې خپور کړی وو، غندلی او دا خبرې يې له اسلامي احکامو څخه د دوی ناخبري ګڼلې ده.
اعلامیه کې ويل شوي، قصاص د شريعت يوه برخه ده او سرپرست حکومت یې تطبيق د ځان مسووليت ګڼي.
وړاندې يوناما ته خبرداری ورکړل شوی دی چې راتلونکي کې دې له دغه ډول څرګندونو څخه ځان وساتي.
يوناما له دې دې مخکې هم د قصاص د نه کولو غوښتنه کړې وه، چې هغه وخت هم د سرپرست حکومت له لوري رد شوې وه.