د علامه رشتين بابا ځانګړې پاڼه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • الحاج فضل الله رشتين
  • 1147

له ډيرې مودې راهيسې  مې دا دزړه  هيله او  ارمان  ؤ چې د رشتين بابا د پاره يوه  انترنيټي پاڼه جوړه شي . خو د ډيرو مصروفيتونو له امله  دا كار پاتې ؤ.
يو څه موده د مخه  ښاغلي سمسور حبيبي  راته وليكل چې  پښتو او پښتنو ته  د پوهاند رشتين بابا د سترو خدمتونو د قدردانۍ او مننې په خاطر په نظر كښې لري چې  د هغه په نامه يوه پاڼه جوړه كړي . زما ورواره غزن خان هم د پاڼې د جوړلو د پاره هڅې كولې.  ما خپل وراره ته وويل چې  " ته هم پاڼه جوړه كړه ، په دې كښې كومه خبره نشته خو  زه ددې طرفدار يم چې ښاغلى سمسور حبيبي  صاحب دې هم  جوړه كړي  ، رشتين بابا څرنګه چې اجمل خټك بابا ويلي دي د  يو نغري ، د يوې كورنۍ  ، د يوې قبيلې ، د يوې سيمې  نه ؤ ، بلكې هغه د هرې كورنۍ ، هرې قبيلې او بيا په مجموع كښې د ټول پښتون قام د سر تاج ؤ . 
دا چې ما د سمسور صاحب خبره ومنله  چې  د پاڼې د جوړولو كار پر مخ بوځي ،  ددې نه زما هدف دا ؤ چې رشتين بابا يواځې په خپلې كورنۍ پورې منحصر نه دى  ،   بلكې هغه  د اجمل خټك  خبره  د ټولو پښتنو د سرتاج  دى. رشتين بابا په ټولو پښتنو حقونه لري  او ښايي چې ټول پښتانه په يو شكل او بل شكل د هغه د خدمتونو د حقونو  يوه برخه ادا   كړي.
 زه ډير خوښ يم چې  د ښاغلي سمسور حبيبي په شان  يو با احساسه پښتون دغه كار ته لاس واچو او د  كوم  احترام  له   مخې  چې دى يې د پښتو ژبې او ادب ستر خدمتګار رشتين بابا ته  په زړه كښې لري ،  په يو ستر  مسؤليت  كې ځان شريكوي . 
زه له ټولو پوهانو ، ليكوالو ، شاعرانو ، اديبانو ، استادانو او د رشتين بابا له علاقه مندانو څخه په درنښت هيله كوم چې د رشتين بابا د پاڼې د ښګلې  كولو او  ښه كولو د پاره  قلمي همكاري وكړي ،  او د رشتين بابا په باره كښې خپلې ليكنې ، مقالې  او اشعار  دغې پاڼې ته د نشر  دپاره  وليږي.
همداشان  له ټولو درنو لوستونكو څخه هيله  كيږي   چې  د پاڼې  د لا ښه كولو د پاره  خپل وړانديزونه  راوليږي او مونږه ته  مشورې راكړي.

د رشتين بابا ويب پاڼه
www.reshteen.com
اړيكې  :   Admin@reshteen.com
s.reshteen@gmail.com