د‌ پاکستان بهرينو چارو وزارت:  ملګرو ملتونو زمونږ په غوښتنه غونډه کړې

د‌ پاکستان بهرينو چارو وزارت: ملګرو ملتونو زمونږ په غوښتنه غونډه کړې


  • 3 ورځي دمخه (06/05/2025)
  • 37

د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ ډېرېدو ورسته د پاکستان بهرنيو چارو وزارت ويلي، ملګرو ملتونو د دغه هېواد په غوښتنه د سيمي د وضعیت د خرابېدونکي امنيتي وضعيت په اړه‌ غونډه کړې ده.

خبر پاڼه زياتوي، پاکستان ياده غونډه کې ويلي، وروستی کړکېچ د هند د اقداماتو له امله دی.

ياد هېواد دغه راز ادعا کړې چې هند پرې تور لګوي او غواړي د جمو کشمیر د پېښې په بهانه پاکستان کې هدفي وژنې ترسره کړي.

امنيت شورا پر ياد‌ کړکېچ اندیښنه څرګنده کړې او د ناوتريخوالي د کمولو غوښتنه يې کړې ده.

له دې ور هاخوا بیا پاکستان همدې اوونۍ کې د توغندیو دوه بریالۍ ازموینې کړې دي.

د‌‌ يادونې ده چې هند بیا ګواښ کړی چې د کشمير پېښه بې ځوابه نه پريږدي او هغه څه به وکړي چې د دغه هېواد ولس يې غواړي.