د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په يوه خبر پاڼه کې ويلي، د دغه وزارت وزير اسحق ډار له خپل افغان سیال سره تیلفوني خبرې کړي او افغانستان ته يې د خپل ورستي سفر او شويو پرېکړو د عملي کېدو له روان بهیر خوښي څرګنده کړې ده.
دغه خبرو کې دواړو لوريو د اړيکو پر پياوړتيا او دوام ټينګار او د امنيت د پياوړتيا په برخه کې يې د همکاري په اړه خبرې کړي دي.
خبر پاڼه زياتوي، ډار خپل سیال ته د هند د ورستيو اقداماتو په اړه معلومات ورکړي او د خپلې خاورې د ساتلو د هوډ ډاډ يې ورکړی دی.
وړاندې ليکل شوي، د بهرنیو چارو سرپرست وزير يو ځل بیا اسحق ډار ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړې او د سوداګرۍ په برخه کې يې د پاکستان هڅې ستايلي دي.