د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې پاکستان له یوې خوا له افغان کډوالو سره ناسم چلند کوي او له بل لوري د افغاني شخصیتونو نومونه پر خپلو توغندیو ږدي.
کرزی زیاتوي، پاکستان باید د توغندیو پرځای د افغان شخصیتونو نومونه پر خپلو علمي او فرهنګي مراکزو کېږدي.
نوموړي دغه راز ویلي، چې ټول افغانان له پاکستان سره د متقابل احترام په رڼا کې اړیکې غواړي.
کرزي تر دې وړاندې هم د پاکستان له لوري پر خپلو توغندیو د غزنوي او غوري نومونه اېښودل د تاسف وړ بللي دي.
د یادونې ده، چې پاکستان څو ورځې وړاندې د ابدالي په نوم یو بالیستیک توغندی و ازمایه.