دسويډن دمالمو په ښار كې د شهيد عبدالمجيد بابي فاتحه واخېستل سوه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • غمخور
  • 1228

دروان ۲۰۱۰ کال دفبروري دمايشتي پر ۲۸ مه دارواښا دعبدالمجيد بابي داړوندانواودسويډن دمالمود ښار فرهنگي ټولنو لخوا  د كندهار ولايت د اطلاعاتو اوكلتور رياست درئيس شهيد عبدالمجيد بابي فاتحه  دماسپښين له يوې  بجې نه تر درو بجو پورې دمالمو ښارد اسلامي مرکز په لوي جامع جومات کي واخېستل سوه .
د فاتحې په مراسمو كې  دمرحوم  عبدالمجيد بابي پر  اړوندانواوعلاقمندانو سربېره دمالمو اوډنمارک دفرهنگي ټولنو استازو اوفرهنګيانوګډون كړى وو.
دفاتحې تر مراسيمو وروسته دافغاني کلتوري ټولنې په لوکال (سالون) کښي دهغه د اړوندانولخوادفاتحې گډونکوونکولپاره  ډوډۍ برابره سوې وه .پدې خيرات کښي  دلوي څښتن له دربارنه  دارواښاد عبدالمجيد بابي  ته په دعاکولوسره دهغه روح ته دلوي اوبې نيازڅښتن له دربارنه دجنت فردوس  غوښتنه وسول . 
دخيرات اوفاتحې په مراسموکي ټولوگډون کوونکوافغانانودهغه د قاتلينوپه وړاندي د نفرت په څرگندولو سره داعمل دپښتنو اوټول افغان ولس سره يوه لويه دښمنې اوجفاوبلل .
موږ دهغه روح ته په دعاسره دلوي خداي له دربارنه دمرحوم  عبدالمجيد بابي ټولو دوستانو ،اړوندانو اوفرهنگیانوته دزړه صبر غواړو .


روح دې ښاد اويادې ابدي وي .
 ومن الله التوفيق