پر غزې د بریدونو دوام؛ اسرائیلو له سلو زیات اهداف په نښه کړي

پر غزې د بریدونو دوام؛ اسرائیلو له سلو زیات اهداف په نښه کړي


  • 1 اونۍ دمخه (25/05/2025)
  • سمسور نیوز
  • 40

د اسرائیلو پوځ وايي، د شنبې په ورځ یې ( د غبرګولي ۳مه) د غزې په بېلابېلو برخو کې له سلو پر زیاتو اهدافو هوایي بریدونه کړي دي.

د اسرائیلو پوځ ادعا کړې، چې په دې بریدونو کې د حماس ودانۍ، تونلونه او زېربناوې په نښه شوې دي.

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په دې بریدونو کې شاوخوا ۶۰ کسان وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د غزې په جنوب کې د ناصر روغتون چارواکي وايي، پر دغه  روغتون د اسرائیلو په برید کې د یوې ډاکټرې نهه ماشومان وژل شوي دي.

بل پلو د اسرائیلو پوځ وايي، په دې اړه څېړنې کوي.

له دې سره هم‌مهاله، د الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې په المواصي سیمه کې د فلسطینیانو په ګڼه ګوڼې د اسرائیلي ځواکونو ډزو کې اووه کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.

له بلې خوا، د اسرائیلي ځواکونو په ډزو کې د بشري مرستو د لېږدوونکو موټرو شپږ ساتونکي هم وژل شوي دي. 

دا په داسې حال کې ده چې د اوربند ټینګولو او د بندیانو د خوشې کولو لپاره خبرې اترې له خنډ او ځنډ سره مخ شوې دي او اسرائیلو له قطر څخه خپل استازي بېرته ور غوښتي دي.