د افغانستان امريکايي پوهنتون- د څه او چا لپاره؟


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • الطاف احمد ولیزی
  • 1348

د طالبانو له راپرځولو سره د نړيوالې ټولنې لخوا خورا ډېرې ژمنې وشوې او د ژوند په هر ډګر کې د مرستو يو لوی بهير پيل شو. دغو تعهداتو او مرستو په پيل کې افغانان خورا امیدواره کړي ول، چې ګواکې دوی به وکړی شي د نړۍ د متمدنو ملتونو په مرسته، چې په افغانستان کې حضور لري، په سيمه کې د يو ښه نوم او وقار څښتنان شي. خو له بده مرغه په ټولنه او حکومت د پخوانيو جنګسالارانو، اقتصادي مافياګانو، د مخدره موادو د چاقابرانو او جنايتکارانو د قبضې او د مرستو د انسجام په برخه کې د نړيوالو بې غوري او نړيوال فساد ددې باعث شول، چې ددغو مرستو اکثريت برخه ضايع او يا په غير موثره توګه وکارول شي.
د محلي ستونزو يوه ډېره برخه مسووليت نړيوالو ته راجع کيږي، ځکه چې دوی ونه کړای شول، چې ددغې سيمې او ټولنې د يوې دقيقې مطالعې په اساس خپلې ستراتيژۍ برابرې او هر پروګرام او پروژه بيا ددغې ستراتيژۍ په اساس چمتو کړي او بالآخره د پروګرام او ستراتيژۍ لپاره وړ خلک تشخيص او وګماري. ډېره ډډه په هغو ډلو ټپلو ولګول شوه، چې په کورنۍ جګړه کې يې په لسګونه زره عادي خلک ووژل، يرغمل ونيول، د بدن غړي يې ترې غوڅ کړل او د جنسي استفادې لپاره يې د غلامانو په توګه ترې ګټه پورته کړه.
دغه بدنام جنګي جنايتکاران د نړيوالو په مرسته، يو ځل بيا پر افغان ولس حاکم شول او د حکومت په هره اداره يې قبضه ټينګه کړله. د هيواد له ملي بوديجې يې غلاوې پيل کړې، نړيوالې مرستې يې ناسمې اداره کړې او یایې لوټ کړې . له دولتي پوستونو يې خپله شخصي ګټه پورته کړه او خپله پخوانۍ مليشه او د هغوی زامن او خپل خپلوان يې دلته او هلته په دندو وګمارل، بهر يې د تحصيلي بورسونو له لارې واستول او هڅه يې وکړه، چې دا ځل د ملت پر مرۍ په بل ډول چاړه راتيره کړي.
د عالي تحصيلاتو وزارت هغه دولتي ارګان دی، چې د امريکايانو او نړيوالو د راتګ راهيسې ددغو جنايتکارو کړيو او ستميانو په کنترول کې دی، چې په حقيقت کې يوازې يو مشخص توکم او ډلې ته خدمات وړاندې کوي. دلته له پيله پښتون دښمنه عناصر حاکم ول، چې د پښتنو په وړاندې يې له خورا بد ډول تعصب څخه کار اخيسته. تر اوسه يوازې يو څو محدود پښتنانه ځوانان پدې توانيدلي، چې د بهرنيو هيوادونو لخوا له راليږل شويو تحصيلي بورسونو په استفاده د لوړو زده کړو لپاره بهر لاړ شي، او ددغو څو محدودو پښتنو انتخاب هم سمبوليکه بڼه درلودله.
ددې تر څنګ، د عالي تحصيلاتو وزارت يوازې د هزاره ګانو او ملي ستم فکر لرونکو اشخاصو ته د لوړو زده کړو د موسساتو کاري جوازونه ورکوي. تر اوسه پورې يا خو هيڅ پښتانه ته د پوهنتون جواز نه دی ورکړل شوی او يا هم وروسته له دې چې ښه زورول شوي، واسطې يې کړي او يا ډېرې پيسې د رشوت په توګه ترې اخيستل شوي دي د کار جواز ورکړل شوی دی.
له بلې خوا، هغه بهرنۍ تحصيلي ادارې چې په افغانستان کې د کار لپاره عارضې شوي دي، ددغه وزارت لخوا د خپلو قوميانو د يو ګڼ شمير اشخاصو د ګمارلو په شرط ورسره مرسته شوې ده. دغه اشخاص بيا په دغو تحصيلي موسساتو کې د بهرنيو کارمندانو د ذهنيت پر خرابولو بوخت شوي، بهرنيان يې د خپل تملق او چاپلوسۍ په جال کې را ګير کړي دي، او هغوی ته يې زموږ د هيواد او ټولنې په اړه ناسم او درواغجن معلومات وړاندې کړي دي، تر څو وکړای شي دوی په تیاره کې وساتي او په استفاده يې خپل شوم اهداف پلي کړی شي.
له دغسې موسساتو څخه يوه هم "د افغانستان امريکايي پوهنتون" په نامه اداره ده، چې د محلي کارمندانو مطلق اکثريت يې هزاره ګان دي، ورپسې تاجکان دي، خو د پښتنو، ازبکانو او نورو په کې څرک هم نه لګي. ددوی د خالي پوستونو اعلانات هم شفاف نه دي، په پښتو ويبسايټونو او چاپي رسنيو کې هيڅ نه خپريږي او که کوم پښتون ترې چيرې خبر هم شي او د کار لپاره عريضه وکړي، نو عريضه يې پسې ورکه شي.
امريکايي پوهنتون لا تر اوسه د پښتنو لپاره په پوهنتون کې د داخلې معلوماتو ته د لاسرسي هيڅ زمينه نه ده برابره کړې او نه يې هم پښتني سيمو ته کوم هيئت استولې، چې د پوهنتون د فعاليتونو په اړه خبراوی او پوهاوی زيات کړي. ددوی سفرونه يوازې هزاره سيمو، لکه د غزني جاغوري، دايکندي، باميان او نورو ته وي. د داخلې، بورسونو او نورو فعاليتونو په اړه خپل معلومات يوازې ددغو سيمو له اوسيدونکو سره شريکوي او د خالي پوستونو اعلانات يوازې د هزاره چينلونو له لارې خپروي.
د پوهنتون هغه شاګردان، چې د پوهنتون لخوا بورس او سکالرشپ ورکول کيږي، يوازې هزاره ګان دي، که پښتانه چيرته جګې نومرې هم واخلي، چې د سکالرشيب وړتيا پيدا کوي، نو د داخلې د ډيپارټمنټ لخوا يې نتيجه يا نه اعلانيږي او يا هم ورکه شي. په دغه پوهنتون کې د هزاره ګانو په دومره لوړه کچه نماينده ګي او له پښتنو سره تبعيضي چلند ددغه پوهنتون د ادارې لخوا د پښتون دښمنۍ يو ښه ثبوت دی، چې په اوږده موده کې به د افغانستان لپاره د خورا ډېرو ستونزو لامل شي او له بلې خوا به ددغه پوهنتون دوام او بقا وګواښوي.
په پوهنتون کې ستمي کړۍ د ايراني ګټو پر خوندي کولو هم بوختې دي، دوی هڅه کوي، چې د افغاني غښتلي کلتور او ژبو پر ځای ايراني فرهنګ، ژبه او ټرمينالوجي حاکمه کړي. د افغانستان د اساسي قانون په مخالفت يې په خپلو ټولو چاپي موادو د پوهنتون پر ځای ايراني "دانشګاه" کارولې ده، چې دداسې ادارې لپاره چې د افغانستان د قوانينو د احترام ژمنه يې کړې ده، د شرم ځای دی.
د افغانانو لپاره د ډېرې هيښتيا ځای دی، چې له يوې خوا امريکايان له ايرانيانو سره عمده ستونزې لري او دغه ستونزې تر هغې کچې رسيدلي دي، چې حتی په افغانستان کې د خپلو ادارو افغاني کارمندانو ته هم ايران ته د سفر اجازه نه ورکوي، خو له بلې خوا بيا په افغانستان کې د ايراني فرهنګ د ترويج لپاره زمينه سازي کوي او ايران پلوه عناصر او فعاليتونه تقويه کوي. په افغانستان کې د امريکايي پوهنتون او نورو امريکايي تاسیساتو لخوا د ايران ګوډاګيانو ته دومره توجه او بيا ددغه پوهنتون لخوا د ايراني ټرمينالوجۍ "دانشګاه" دومره ترويجول دا ثابتوي، چې دوی له ايران سره کومه پټه معامله لري او د اتومي پلانونو پر سر يې شخړه هسې يوه ډرامه ده. که داسې نه وي نو ولې يې د ايران په پيسو محسني ته د هزاره ګانو لپاره په کارته سه کې د "خاتم النبيين" په نامه د لوړو زده کړو مدرسه جوړه کړه او د امريکا په پيسو يې همدغو هزاره ګانو ته "امريکايي پوهنتون" جوړ کړ.
په پای کې زه له ټولو وطندوستو افغانانو غواړم، چې څو شیبې ولګوي او د دغه پوهنتون اداري ته يو لنډ ليک واستوي او ورته ووايي: "له پښتنو سره تبعيض بند کړئ. هزاره ګانو ته بې ځايه او دومره ډېره نماينده ورکول بند کړئ. د کار او سکالرشپ ورکړه د وړتيا او رقابت په اساس وکړئ، د پښتنو د ګډون مخه مه ډپ کوئ. د پوهنتون له ټولو چاپي موادو او لوګو د "دانشګاه" کلمه لرې کړئ. خو که داسې ونه کړئ، نو په ټول هيواد کې، په دولتي او اجتماعي کچه، د دې موسسې خلاف د نه اعتماد تحريک چلول پيليدای شي."
کولای شئ ليک مو په پښتو يا انګريزي وليکئ او بيا يې په لاندې ايميل آدرس ور واستوئ.
info@auaf.edu.af
مننه
الطاف احمد وليزی